
روهي (جمعه/۱۰ د لړم)، د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د عمرا خان پر وړاندې د ازادۍ مارش په نوم لاريون نن ورسېد او د پاکستان ادارې ته يې ضرب العجل ورکړ.
فضل الرحمن چې په پښتونخوا کې محمود خان اڅکزی، نواز شريف مسليم ليګ ن او او بنظير بټو ګوندونه او ملاتړي هم ور سره دي، عمران خان ته يوازې دوه ورځې وخت ورکړی دی چې د لومړي وزير له څوکۍ استعفا ورکړي.
مولانا فضل الرحمن غونډې ته په وينا او عمران خان ته په خطاب کې ويلي، ''تاسې څوک یاست چې لویدیځوال خوشحاله کوئ؟ پاکستان او اسلام نه بیلېدونکي دي. ''
د عمران خان حکومت پر وړاندې دغه لاريون کوونکو نن ورځ په اسلام ابادکې د اعتراض خيمې ووهلې او مالومه نه ده چې تر کومه به دوی لاريونونو ته ادامه ورکړي.