روهي (جمعه/۱۰ د لړم)، د هندوستان د مالوماتو او ټېکنالوژۍ وزارت په يوې رسمي پاڼې کې د فېسبوک تر کنټرول لاندې واټس آپ څخه غوښتي چې د شخصي حريم ماتېدو په اړه سپناوی ورکړي. ياد وزارت ادعا کوي چې په هند کې د بشري حقونو د يو شمېر فعالونو د واټس آپ اکونټونه د اسرائيلي هکرانو له خوا مات شوي دي.
هندي چارواکي وايي چې له واټس آپ يې غوښتي دي، چې په دې اړه مالومات ورکړي او دوی ډاډه کړي ځکه په هندوستان کې په زرګونه خلک واټس آپ کاروي.
بيا له بلې خوا د واټس آپ وياند ويلي دي چې په دې برخه کې چې کومه سايبري بريدونه تر سره شوي دي، اغېزمن شوي خلک يې په ډېر شمېر نه دي او دوی به يې پر وړاندې اقدامات وکړي.
وروستي