
روهي (چمعه/۱۰ د لړم)، د پاکستاني مذهبي او سياسي مشر مولانا فضل ارحمن په مشرۍ زرګونه د عمران خان حکومت ضد لاريون کوونکي پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلي دي.
لاريون کوونکي د عمران خان حکومت نامشروع ګڼي، د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي او په اسلام اباد کې يې د اعتراض خيمې وهلې دي.
مولانا فضل ارحمن په پاکستان کې د اغېز لرونکو سياسي او مذهبي مشراتنو له ډلې دی چې د عمران خان حکومت پر ضد دغه لاريونو کې بنظير بټو او پخواني لومړي وزير نواز شريف د ګوندونو ملاتړ هم له ځان سره لري.