سعودي عربستان: د ملک فهد په لوبغاړي کې به نن دوه بهرنۍ ميرمنې د (غېږ نېونې) سيالي تر سره کړي

روهي (جمعه/۱۰ د لړم)، سعودي عربستان کې د ښځو او ديموکراسۍ په نوم د ازاديو په لړۍ کې به نن ماښام دوه بهرنۍ ميرمني له يو بل سره د غېږ نېونې سيالي تر سره کړي.

دغه ميرمنې (لیسي اوینز او نتالیا) نوميږي او ويلي دي چې دوی خوشحاله دي چې د سعودي عربستان په څېر په يو هېواد کې د غيږنيونې سيالۍ زمېنه ورته برابره شوې ده.

سعودي عربستان چې د اسلام سپيڅلي دي د ظهور مرکز دی، په دې وروستيو کالونو کې د لوېديځي ديموکراسۍ په لور وران دی، چې غبرګونونه لري او خلک يې ملاتړي او هم نيوکه کوونکي دي.