د هند تر ولکې لاندې کشمیر داسې ووېشل شو

روهي(جمعه/۱۰ د لړم)، د هند حکومت تر لاس لاندې کشمیر رسما په دوه برخو وویشل شو او د نوي وېشل پر بنسټ به جمو او کشمیر ایالت په دوه داسې نویو سیمو وېشلی چې فدرالي حکومت به یې کنټرولوي. د نوي وېش له مخې به جمعو او کشمیر یوه سیمه وي او لداخ چې له چین سره پر پولې ته څېرمه موقعیت لري جلا سیمه بلل شوې. د دې پریکړې له مخې د هند پارلمان د کشمیر نیمه خپلواکه حیثیت ختم کړ او د حکومت دا پریکړه له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده چې له هماغه راهیسي په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی.