مودي کشمير په دوه برخو ووېشلو

روهي (پنځه نۍ/۹ د لړم)، په تېر اګست مياشت کې د هند پارلمان پرېکړه وکړه او له ازاد کشمير يې هغه امتيازونه بېرته واخېستل چې د هندوستان اساسي قانون ورکړي وو.

اوس د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت کمشير رسماً په دوه برخو؛ جمو او کشمیر یوه سیمه او لداخ په بله سيمه سره ووېشل چې کنټرول به يې په نيغه د نوي ډيلي له خوا کيږي.

د هندوستان يادې پرېکړې د پاکستان توند غبرګون راپورته کړ او د عمران خان حکومت ګواښ وکړ چې له هرې شونې لارې به د نوي ډيلي د دغه پرېکړې مخه ونېسي.