
روهي( پنځه نۍ/۹ د لړم )، د پاکستان حکومت ضد په زرګونو لاریون کوونکي د پاکستان د پلازمېنې پر لور د حرکت په حال کې دي او د عمران خان استعفأ غواړي. له دې سره پر عمران خان چې تر اوسه د پاکستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې ناکامه شوی، فشارونه ډير شوي.
دغه لاریونونه د پاکستان د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام ف د مشر مولانا فضل الرحمن، له لورې تنظیمېږي. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې فضل الرحمن وایي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت بې صلاحیته او غیر مشروع ګڼي او د تیر کال په ټاکنو کې د درغلیو پر مټ رامنځ ته شوی دی.
په داسې حال کې چې دغه مارش چې د «آزادۍ مارش» نوم ورکړل شوی دی له لاهور څخه د اسلام آباد پر لور پر لاره دی، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۳۱مه) په پلازمېنه کې ښوونځي او ځینې دفترونه تړل شوي دي. په پام کې ده چې د ورځې په اوږدو کې دغه مارش اسلام آباد ته ورسیږي.
پولیسو د تالاشیو په پوستو کې خپل حضور پیاوړی کړی دی او د اسلام آباد په زړه کې یې د دولتي ادارو او دیپلوماتیکو نمایندګو پر لور غځیدلو سړکونو باندې موانع او کانتینرونه درولي دي.
فضل الرحمن په لاهور کې وویل چې دغه «غورځنګ به ونه دریږي، که چیرې اسلام آباد ته تر رسیدو وروسته زموږ غوښتنې و نه منل شي.»
فضل الرحمن ویلي: «موږ د لومړي وزیر استعفأ غواړو، ټول پارلمان تقلبي دی او موږ د هغې منحلیدل غواړو.»
عمران خان د تیر کال پارلماني ټاکنې د فساد د ختمولو، د منځنۍ طبقې له کورنیو سره د مرستې او د دغه هیواد د اقتصاد د بیا غوړیدو په ژمنې سره ګټلې وې. خو د دغه هیواد اقتصادي وضعیت لا هم خراب دی او پر نورو سربیره له ۲۰۱۷م کال راهیسې د ډالر پر وړاندې پاکستاني پولي واحد تر ۵۰ سلنه پورې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او همدا ډول د توکو بیې لوړې شوي دي.