آلمان: د فاتحې د مراسمو ګډونوالو ولې د چرسو کيک خوړلی وو؟

روهي( پنځه نۍ/۹ د لړم )، کونډه او د فاتحې يو شمير نور ګډونوال تر هغه وروسته روغتون ته ولیږدول شول چې په سهوه یې له چرسو ډک کيک وخوړ. پوليسو ويلي چې د چرسو دغه کيک د رستورانت د یوه کارکوونکي لور د یوه بل محفل له پاره پوخ کړی وو.
 
د روستوک ښار پوليسو د سه شنبې په ورځ ويلي وو چې د آلمان په شمال ختیځ کې د فاتحې د مراسمو ځيني ګډونوال تر هغه وروسته روغتون ته ولیږدول شول چې په سهوې سره یې هغه کيک خوړلی وو چې چرس په کې اچول شوي ول.
 
د چارواکو په حواله يو ډله خلک د آلمانانو د دود سره سم د جنازې په مراسمو کې تر ګډون وروسته په يوه رستورانت کې د چايو، کافي او کيک خوړولو له پاره سره راټول شوي ول. له دوی څخه ديارلس کسان چې تازه کونډه شوې ميرمن هم پکښې شامله وه، د کيک تر خوړو وروسته کنګس شول او ځانونه یې ښه نه احساسول.
.