
روهي (پنځه نۍ/۹ د لړم)، د ټوېټر بنسټګر جک دورسي خبرداری ورکړی دی چې سياسيون او نور کسان له دې وروسته نه شي کولی چې پر دغه رسنۍ سياسي اعلانونه خپاره کړي. نومړي پر خپل ټوېټر حساب ليکلی دي، چې نور بايد داسې اعلانونه د پيسو په مقابل کې تر سره نه شي.
دی زياتوي، "سیاسي پیغام هغه وخت موخې ته رسېږي چې خلک هغه کاریال وڅاري یا يې ریټوېټ کړي او د پیسو په بدل کې د سیاسي پیغام رسېدل له خلکو دا اختیار اخلي. باوري یو چې دا پرېکړه نورو ته د پیسو په ورکړې سره ترسره نه شي."
په تېر کې هم چې کله ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند وو، د ده له بريا وروسته په انټرنېټ د نوموړي اعلانونو ناندرۍ جوړې کړې.