
روهي (څلورنۍ/۸ د لړم)، پېښور کې دوه خويندو خپل د تفنګچې په ډزو په دې اساس وژل دی چې دوی ته يې د خپلې خوښې وادونو اجازه نه وه ورکړې. پوليسو دواړه نجونې نېولې دي او دوی هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
وژل شوی کس مشتاق نومېده، چې په پېښور کې يې رکشه چلوله. نوموړي هغه وخت د خپلې مشرې لور د خوښې واده مخالفت وکړ چې لور يې د يو واده لرونکي کس سره د واده کولو ټېنګار کولو.
د مشتاق مشر لور ۲۲ کلنه او دويمه يې ۱۸ کلنه ده، چې په ګډه يې پلار په تفګنچې ووژلو. د مشتاق زوی په لومړيو کې داسې فکر کولو چې پلار يې ځانه وژنه کړې ده، خو د پوليسو څېړنو وښووده چې لورګانو يې پلار وژلی دی.