روهي( څلورنۍ/۸ د لړم )، د جميعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په لاهور کې ''ازادي مارچ'' ګډونوالو ته خپلې وينا کې يو وارې بيا له وزيراعظمه د استعفی ورکولو غوښتنه کړې ده.
د جميعت علمای اسلام ف په مشرۍ ''ازادي مارچ'' چې د اکتوبر پر ۲۹مه د پنجاب له ملتان ښاره روان شو، بېګاه شپه ناوخته لاهور ته ورسېدلو او نن په چارشنبه به اسلام اباد ته روانېږي او د اکتوبر پر۳۱ مه به ياد ښار ته له ورننوتو پس په اېچ ناين سېکټر کې له اتوار بازار سره نېږدې په کولاو میدان کې به د حکومت پرضد مظاهره کوي.
مولانا فضل الرحمن بېګا ماسخوتن ناوخته د لاهور په ټوکر نياز بېګ سيمه کې د ''ازادۍ مارچ'' ګډونوالو ته وويل، ''له خپلو هېوادوالو سره په شريکه اسلام اباد ته ځکه روان دی، حکمرانانو ته ووايو چې تاسو ولس د رایو له لارې نه بلکې په درغلۍ په واک کې راغلي ياست نو ځکه ولس مو خپل حکمرانان نه ګڼي.''
د نوموړي وينا وه، ''اسلام اباد ته د ''ازادۍ مارچ'' له رسېدو وروسته به دا مشران کور ته ليږو ځکه چې دوی ته د پاکستان په ولس د حکومت کولو هېڅ حق حاصل نه لري. په ملک کې چې په ګرانۍ کې د دوي لاس دی نو دا د موجوده حکومت د خرابو پاليسیو نتيجه ده او که په دوی کې لږ هم غیرت پاته وي نو په دومره لوی شمېر کې یې پرضد رواتي ولس ته په کتو باید دوی د دغه لوی لاریون اسلام اباد تر رسېدو وړاندې استعفی ورکړي.''
وروستي