د یوه ناروغ اوږد غاښ، د ډاکټر نوم په ګینس کې ثبت کړ   

روهي( څلورنۍ/۸ د لړم )، د غاښونو د یوه آلمانی ډاکټر نوم د ګینس د ریکاډونو په کتاب کې له دې کبله ثبت شوی دی چې له یوه ناروغ څخه یې ۳۷ ملي متره اوږد غاښ ایستلی دی. کرواشیایي الاصله آلماني ناروغ د غاښ له سخت درد څخه شکایت لره.
 
د سه شنبې په ورځ د آلمان د اوفن بخ، ښار د غاښونو یوه ډاکټر د ګینس د نړیوال ریکاډونو څخه یو باور لیک تر لاسه کړ. دغه باور لیک هغه ته تر اوسه په نړۍ کې د انسان تر ټولو اوږد پيژندل شوي غاښ د ایستلو له کبله ورکړل شوی دی.
 
ډاکټر مکس لوکاس، ماینڅ ته څیرمه له یوه ناروغ څخه ۳۷،۲ ملي متره (۱،۴۶ انچ) غاښ راایستلی دی، چې په ۲۰۱۸م کال کې د سخت درد له کبله یې هغه ته رجوع کړې وه.
 
ډاکټر لوکاس په د ګینس ریکاردونو په کتاب کې د خپل نوم د ثبتیدو له پاره باید د غاښ تر ایستلو وروسته ځینې اسناد راټول کړي وای. هغه د دې کار له پاره یوه کال وخت ته اړتیا لرله.
 

ډاکټر لوکاس ویلي دي چې د باور لیک له پاره به په خپل کلینک کې یو ځای ومومي. فرانکفورتر نویې څایتونګ، د نوموړي ډاکټر له قوله لیکلي دي: »په نړۍ کې د غاښونو هر ډاکټر به په دې هکله معلومات تر لاسه کړي.