پاکستان کې اقتصادي کړکېچ: زرګونه هټۍ والو کراچۍ، لاهور او کويټه ښارونو کې اعتصاب کړی

روهي (څلورنۍ/۸ د لړم)، له تېرو څو ورځو د پاکستان په سترو ښارونو لاهور، کرچۍ، کوټه او يو شمېر نورو ښارونو کې د لوړو مالياتو له امله اعتصابونه پيل شوي او سوداګرو هټۍ تړلې دي.

دغه ښارونو کې سوداګر او هټۍ وال وايي چې حکومت له خلکو رايې اخلي، خلکو ته د چوپړ وايي خو په مقابل کې يې ماليې دومره پورته کړې دي، چې سوداګر او هټۍ والي يې د ورکړې توان نه لري.

پاکستان کې سوداګر، هټۍ وال او نور عام خلک وايي چې ولس د حکومت له خوا د دومره لوړو مالياتو زغم نه لري او د دغه وضعيت پاتې کېدل به بحران رامنځ ته کړي.