کابل کې د لبنیاتو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې   

روهي ( څلورنۍ/۸ د لړم )، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل د ریش‌خور په سیمه کې د لبنیاتود پروسس [UHT] د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې رسماً پیل شوې. دغه فابریکه د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت، چې په کې د یادې فابریکې ودانیزې چارې او نور تجهیزات هم شامل دي جوړيږي او ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي.
 
دغه فابریکه د کرنې وزارت اړوند د خلکو په ګډون د کرنې اومالدارۍ برنامې له لارې « CLAP»، د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې "FAO" په تخنیکي همکاریو د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي.
 
ټاکل شوې، چې د لبنیاتو دیادې فابریکې د جوړولو چارې د ۲۰۲۰م زیږدیز کال د جولای او اګست تر میاشتو بشپړ او رسماً د باکیفیته لبنیاتو پروسس پیل کړي. د ریش خور د لبنیاتو د پروسس فابریکه په هر ساعت کې د پنځه زره لیټره او په یو شپه او ورځ کې د ۸۰ زره لیټره شېدو د پروسس وړتیا لري.
 

ددې فابریکې د بنسټ اېښودلو په غونډه کې دکرنې وزیر نصیر احمد درانی وویل: «دغه فابریکه د [UHT] په ډول او په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ زره لیټره شېدو د پروسس په وړتیا جوړیږي، چې دغه فابریکه به اووه ډوله ښه کیفیت لرونکي لبني مواد یعني شېدې، مستې، تروې، قیماق، چکه، کوچ او پنیر به تولید کړي.» ښاغلی درانی زیاته کړه، چې ددې فابریکې د کار په لومړی پړاو کې د کابل، پروان، لوګر او میدان وردګو ولایتونو د مالدارانو شېدې راټولیږي او په دې فابریکه کې پروسس کیږي، نور نږدې ولایتونه به هم په دې فابریکه کې شامل شي. دغه فابریکه په لومړي پړاو کې په څلورو ولایتونو کې ۱۰ زره مالداره کورنۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
 

درانی وویل: «ددې فابریکې د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۳ میلیونه ډالر اټکل شوې، چې په کې ددې فابریکې د ودانیو جوړول، د توکو برابرول او د فابریکې ټول امکانات شامل دي، چې تمویل کوونکی یې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» او پلي کوونکی یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان "FAO" دی.
 
ددې فابریکې په جوړېدو سره ټاکل شوې، چې د پروان، لوګر، میدان وردګ او کابل ولایتونو د مالدارانو اضافي شېدې په منظم ډول راټول او له پروسس وروسته به هېوادوالو ته ښه کیفیت لرونکي لبني مواد چمتو او د دوی په واک کې به ورکړل شي.
 
د کرنې وزیر وویل، «ددې ترڅنګ ددې فابریکې فعالېدل(په ورځ کې د څه باندې ۸۰ مټریک ټنو په کچه) د لبني محصولاتو د وارداتو د کچې د ټیټېدا لامل هم کیږي، چې له اقتصادي ودې سره مرسته کوی.» په دې فابریکه کې اته زره مالدارو کورنیو او څه باندې ۱۵۰ کسانوته دایمي دندې هم برابریږي.
 
درانی وویل: «الحمدالله د مالدارۍ سکټور ته پاملرنه ډېر شوې، په تېر کې دې برخې ته ډېره پاملرنه نه وه شوې. د غوښې په برخه کې تقریباً پر ځان بسیا شوي یو. که په دې اساس فکر وکړو چې په افغانستان کې یو کس په کال کې ۶۰ تر ۶۵ لیټره شېدې مصرفوي او زموږ تولید چې په کال کې کابو ۱.۹۵۲ میلیون مټریک ټنه ده نو زموږ اړتیا به ۲.۱۱ میلیون مټریک ټنه وی، که دا محاسبه کړو موږ ۹۲ سلنه پر ځان بسیا شوي یو.»
 
نصیر احمد درانی وویل، چې د کرنې وزارت له خوا تر دې دمه د کابل، پروان، لوګر، او میدان وردګو په ولایتونو کې د شېدو راټولولو کابو ۸۰ مرکزونه او دغه راز کابو ۲۰ سړې خونې جوړې شوي دي، چې ددغو مرکزونو راټول شوي شېدې به په صحي ډول د ریشخور د لبنیاتو یادې فابریکې ته منتقل شي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې سازمان مرستیال فبریزیو سیسورټي هم ددې فابریکې د جوړولو له امله د کرنې وزارت دغه ګام وستیال او ویي ویل، چې د شېدو پروسس د کورنیو داقتصاد په ښه کولو کې مرسته کوي.
 
هغه وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له ۲۵ کلونو را په دې خوا په افغانستان کې فعالیت کوي، او تر دې دمه په څلورو لویو ولایتونو کې د شېدو د پروسس پنځه فابریکې چې په ورځ کې د ۲۵ زره لیټره شېدو د پروسس وړتیا لري جوړې کړي دي. ښآغلی سیسورټي وویل، چې په کابل کې د لبنیاتو پروسس د یادې فابریکې په جوړېدو سره افغانستان ته د لبتیاتو د پروسس دوارداتو کچه کابو ۲۵ سسلنه کموي.
 
د کرنې وزارت د احصایې شمېرې ښیي، چې په منځنۍ کچه هېواد کې د کال ۱۳۹ زره مټریک ټنه د غوا غوښه او یو میلیون او ۹۵۲ زره او ۱۹۵ ټنه شېدې تولید او مصرفیږي.