پراخه لاريونونو لومړی وزير (سعد حریري) استعفا ته اړ کړ

روهي (څلورنۍ/۸ د لړم)، لبنان کې پراخه لاريونونو د ياد هېواد لومړی وزير سعد حریري استعفا ته اړ کړ. لومړي وزير په يوې ټلويزوني وينا کې ويلي دي چې لبنان کې د روانو کړکېچونو د پای په پار به دی له خپلې دندې استعفا وکړي.
 
وروسته له هغې چې کله د لبنان خلکو د لومړي وزیر پر ضد لاریونونه شروع کړل سعد حريري له خپلې څوکۍ د ليرې کېدو اعلان وکړ.
 
هغه په خپله ټلويزيوني وينا کې وويل، د دې وخت راغلى چې په لبنان کې روان بحران ختم شي.
 

دوه اوونيو راهيسې د حکومت ضد لاریونونه روان وو، خو د اصلاحاتو د بستې له وړانديز سره سره دغه لاریون وال قرار نه شول.
 

په ټپه درېدلي سياسي حالت، سعد حريري اړ کړ چې د لبنان د لومړي وزیر له څوکۍ ليرې شي.
 
۴۹ کلن سعد حریري په لبنان کې تر پراخو حکومت ضد لاریونو وروسته د خپلې استعفى د اعلان پر مهال د ”په ټپه درېدلي حالت“ لفظ وکاراوه.
 
حريري تېر ماښام په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، په تېرو ١٣ ورځو کې يې هڅو نتيجه ورنه کړه، ځکه نو له خپلې څوکۍ ليرې کېږي.