
روهي (درې نۍ/۷ د لړم)، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې د جمعیت علمای اسلام ګوند يو مشر حافظ حمدالله په اړه هغه پرېکړې ځنډولې ده چې له نومړي به د پاکستان تابيعت واخېستل شي. د نوموړي مدافع وکيل قاضي ته ويلي چې حافظ حمدالله يوازې يو زوی لري چې هغه هم د پاکستان په پوځ کې دنده تر سره کوي.
د عالي محکمې قاضي د مدافع وکيل په ځواب کې ويلي دي چې محکمه نه شي کولی د هغه چا تابيعت واخلي چې زوی يې د پاکستان په پوځ کې چوپړ بوخت دی.
د جمعیت علمای اسلام ګوند د دغه مشر په اړه ويل شوي چې د تابيعت کاغذونه يې جعلي وو او په دې اساس يې په اړه د تابيعت بېرته اخېستو پرېکړه شوې او همدا ډول په رسنيو کې له ګډون بند کړای شو وو، خو محکمې اوس دغه پرېکړه بېرته اخېستې ده.