پر افغان سولې خبرې کوي؛ خليلزاد د عمران خان لېدنې ته تر اسلام اباد ورغلی

روهي (درې نۍ/۷ د لړم)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد اسلام اباد ته تللی او هلته يې له لومړی وزير عمران خان سره کتلي دي.

خليلزاد له دې وړاندې کابل کې وو چې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياسيونو سره يې وکتل.

بيا له بلې خوا نن ورځ کابل کې يوې رسنيزې ناستې ته د حکومت ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب ويلي دي، چې خليلزاد کابل ته د افغان سولې لپاره نه بلکې د طالبانو په والکه د بندي امريکايي استادانو د خوشي کېدو په پار راغلی وو.