ټايلنډ: ۴ متره اوږد او ۱۵ کيلو وزن لرونکی کوبرا مار

روهي (درې نۍ/۷ د لړم)، ټايلنډ کې ځای خلکو د چټلو اوبو له پايپ يو مار نيولی چې ۵ متره اوږدوالی او ۱۵ کيلو ګرامه وزن لري. دسيمې خلکو وايي چې دا په ټايلنډ کې درېيم تر ټولو وزن لرونکی او اوږد مار دی، خو له دې دوه نور ډېر خطرناک او غټ ماران هم شتون لري.

په هغه کور کې چې دغه مار موندل شوی دی له ځنګل شره نېږدې موقعيت لري او ژغورونکو ډلو له وړاندې د کور څښتن ته خبر ورکړی وو چې کور خوشی کړي ترڅو دوی مار را بهر کړي.

ټايلنډ کې په ګڼ شمېر ماران پيدا کيږي او تر دې چې د هېواد پلازمېنه او د ګڼ - ګوڼې ډکې سيمې هم د مارانو استوګن ځايونه دي. سيمه ييز خلک وايي چې د مارانو پراخه شتون د دوی ژوند په ګواښ کې اچولی دی او حکومت په دې برخه کې پاملرنه اواقدامات نه کوي.

د ټايلنډ حکومت له مارانو او نورو خزندو د ژغورنې ځانګړې ډلې لري او ياد کوبرا مار يې هم له نيول کېدو وروسته بېرته په يو ځنګلي سيمه کې خوشی کړ.