
روهي( درې نۍ/۷ د لړم )، د اپوزيشن ګوند پيپلز ګوند شريک مشر، بلاول بوټو زرداري وايي عمران به ډېر ژر ليري شي. هغه زياته کړه چې عمران خان د اپوزيشن غلي کولو او د حکومت نااهلۍ پټولو لپاره د دروغو مقدمې جوړې کړې دي.
هغه د اکتوبر په اته ويشتمه په پينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې زياته کړه: (خلکو ته جمهوري فورم نه ورکول کېږي. اقتصاد خراب دی. ملک پر مخ نه ځي. حکومت ولاړ پاتې دی. د دې هر څه وجه يو نالايقه او نا اهل ضدي سړی دی چې عمران خان نومېږي. دی به ډېر ژر استعفا ورکړي او انشاالله د پاکستان مستقبل به روښانه شي.)
د پيپلز ګوند مشر او پخوانی ولسمشر، اصف علي زرداري او مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانی وزيراعظم نوازشريف د خپلو ګوندونو د ځينو نورو مشرانو سره د درغليوو په هغو کېسونو کې په زندان کې دي چې دوی یې د حکومت سازش بولي. دوی د جمعيت علمای اسلام ګوند د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اپوزيشن سياستواالو روانو مظاهرو ملاتړ کړی دی. د مولانا په وېنا د تحريک انصاف حکومت په درغليوو راغلی او عمران خان دې استعفی ورکړي. حکومت او ټاکنو کمېشن دا ردوي.