منظور پشتین: که ترهګري د پاکستان لپاره تجارت وي نو یو جدا ځای دې ورته جوړ کړي

روهي( درې نۍ/۷ د لړم )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي چې که ترهګري د پاکستان حکومت لپاره مجبوریت او تجارت وي نو جدا ځای دې ورته پیدا کړي او دا جنګ دې د پښتنو د خاورې څخه لرې کړي.
 
هغه ویلي د دوه میاشتو راهیسې طالبان یو ځل بیا شمالي وزیرستان ته روان دي او هلته خپل مرکزونه جوړوي.
 
منظور پشتین زیاته کړې دوی به د پاکستان حکومت ته اجازه ورنه کړي چې د پښتنو خاوره د جنګ لپاره استعمال کړي.