
روهي( درې نۍ/۸ د لړم )، د امریکا پوځي د سوریې په ختيځ کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې وای پ جي ترهګرو تر کنټرول لاندې د تیلو زیرمو سیمې ته ۱۷۰ لارۍ زغروالې موټرې، عسکري تجهیزات او لوژیستیکي سامان آلات ولیږل.
د امریکايي ځواکونو په زغروالو موټرو او پوځي تهجیزاتو بار لارۍ د عراق شمال نه د شپې په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو د سوریې خاورې ته داخل شوې او د سوریې د قامشلي ولسوالۍ له لارې الحسکه او وروسته د دیروزور ولایت ته روانې شوې.
ویل کیږي پدې لاریو کې ۱۷ زغروالې موټرو او بندو لارو شتون درلود.
د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو دا لوی کتار د امریکايي جنګي چورلکو په ملګرتیا سیمې ته انتقال شول . دا پدې وروستیو کې سوریې ته امریکايي ځواکونو انتقال شوی تر ټولو ستر کاروان وو.