
روهی( دوه نۍ/۶ د لړم )، په ننګرهار کې د شاه فلم کمپنۍ له لورې د سجدې په نوم هنري افغاني فلم، چې د لغمان او کونړ ولايتونو سربېره د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې صحنې ثبت شوي تر جوړيدو وروسته نن د اطلاعاتو فرهنګ ادارې د غونډو په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
ياد فلم چې پرې اووه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی د دريو کالونو په موده کې ثبت او تخنيکي چارې بشپړې شوې، لارښوونه او مرکزي کرکټر يې امير شاه تلاش او د پروډيوسرۍ چارې غرني ايوبي او سبحان الله له لورې، موزيک چارې د بريالي غمزده او انځور اخیستو چارې يې د کامل حسين او يو شمېر نورو له لوري تر سره شوې دي.
د دې فلم جوړونکي او مرکزي رول لوبونکي اميرشاه تلاش وويل، سجده د هغه ځوانانو په ژوند څرخې چې د پردیو د موخو لپاره کار کوي، غلا، انسان تښتونه، وژنې، ظلم او بربریت د دوې دژوند برخه وي.
نوموړي وويل: ( سجده د مجازي مینې او حقیقې مینې توپیر ښودنه کوي کومه مینه، چې انسان اصلاح کړي هغه کې هوس او مطلب نه وي.)
هغه وايي په دې فلم کې مجازي مینې څخه تر حقیقې مینې پورې سفر د یو بې لارې وحشي انسان کیسه ده، چې د مینې احساس او عاطفې څخه لرې ساتل شوی وي او ټول خلک ورنه نفرت او کرکه کوي؛ خو کله چې په درست ډول د اسلامي ژوند تګلاې په اړه مالومات ترلاسه کوي؛ نو خپل د ژوند موخې ته بدلون ورکوي.
د فلم جوړوونکی امير شاه تلاش وويل، چې په دې فلم کې د اسلام له نظره د مور او پلار حقونو سربيره ټولنيز ژوند کولو په اړه عامه پوهاوی شوی دی.
د اطلاعاتو فرهنګ رياست د فرهنګ امر امرالله اميد وويل، چې فلم د يوې ټولنې د مادي او معنوي فرهنګ په پېژندنه کې رول لري؛ خو دا برخه په هېواد کې له دې امله نيمګړې ده، چې په افغاني رسنيو کې پردي فلمونه او ډرامې نندارې ته وړاندې کيږي، چې زمونږ د کلتور، مذهب او نورو عنعنوي اړخونو سره په ټکر کې دي.
هغه د سجدې فلم جوړيدل يو ښه اقدام وباله او زياته يې کړه، چې په کې فرهنګي، مذهبي، سیاسي او ټولنيزو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او کورنۍ کولی شي، چې په خپلو کورونو کې ننداره کړي.
د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ ریاست د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح د دې فلم نندارې پر مهال وويل، چې د سينما د نه شتون له امله د فلم جوړونکي په فلم شوی لګښت نه شي پوره کولی؛ خو زياته يې کړه ولسمشر سره يې د ناستې پر مهال ډاډ ترلاسه کړی، چې دې هنر ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي وويل؛ که افغاني تلويزيونونه د بهرنيو پر ځای افغاني سریالونه، فلمونه او ډرامې جوړې کړي هم به کلتوري، مذهبي او سیاسي ارزښتونه په نظر کې ونيول شي او هم به په اقتصادي لحاظ د سينما په هنر کې بډايه شو.
هغه له رسنيو وغوښتل، چې په څلرویشتو ساعتونو کې خپلو افغاني فلمونو، سريالونو او ډرامو ته يو ساعت وخت ورکړي.
يو تن ممثل، چې په دې فلم کې يې منفي رول لوبولی وايي، چې له دې څخه يې موخه ولسونو ته د ښو او بدو کړنو د پايلو ښودل دي.
د يادونې وړ ده دا لومړی ځل دی، چې په ننګرهار کې افغانی فلم تر جوړيدو وروسته د پرانیستې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کيږي.