د روسيې د دفاع وزارت د ابو بکر البغدادي پر مړينې شک څرګند کړ   

روهي( دوه نۍ/۶ د لړم )، د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشکوف د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، روسيې په دې اړه هېڅ ريښتني مالومات نه دي تر لاسه کړي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د امريکايي پوځ د عملياتو په ترڅ کې وژل شوی، نو روسيه په دې اړه شک لري.
 
نوموړي په دغه اعلاميه کې ويلي چې د روسيې د دفاع وزارت په دې اړه هېڅ مالومات نه دي تر لاسه کړي چې امريکايي پوځ د سوريې په شمال لوېديځ ادليب ايالت کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په وړاندې عمليات غوره کړي او هغه يې وژلی دی.
 
اوس ډېرو کسانو ويلي چې په دغو عملياتو کې يې برخه درلوده، خو د دوي لخوا وړاندې شويو جذياتو کې اختلافات موجود دي، نو دغه عمليات د شک وړ دي. نوموړي زياته کړه چې د ابوبکر البغدادي د مړينې په اړه د امريکا څرګندونې به د سوريې پر وضعيت هېڅ اغېزه و نه کړي.