د امریکا په کلفورنیا کې د خطرناکې اورلګېدنې له امله بېړنی حالت اعلان شوی

روهي( دوه نۍ/۶ د لړم )، د راپورونو له مخې اور په ځنګلي سیمو کې لګېدلی دی او په سرعت د پراختیا په حال کې دی. په سیمه کې باد او توپان ددې سبب شوی چې اور په چټکتیا پراخ شي.
 

د کلیفورنیا والي بېړنی حالت اعلان کړی دی او له سیمې نږدې دوه سوه زره کسانو ته د وتلو امر شوی دی.
 
همدا راز تر دوه میلیونه خلک ترانسپورت، برېښنا او نورو لومړنیو اړتیاو ته له لاسرسي محروم شوي دي. د اوروژنې ټیمونه وایي دوی له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې اور کنټرول کړي خو تر دې دمه بریالي شوي نه دي.