په ټاکنو کې د ولس نه ګډون د تحريم په مانا وو

دا به ومنو، چې ټاکنې د ولسواکۍ او ډيموکراسي په نظام کې د اقتدار د سولييز انتقال لپاره يو مهم اصل او رکن دی، او هيڅ بله بديله لاره نه لري! خو
کومې ټاکنې؟
کوم شفافيت؟
کوم کميسيونونه او په کوم استقلاليت؟
کوم مؤثر پلان او ستراتېږي؟

که د ولسواکۍ لپاره ټاکنې مهمې وي، خو د ټاکنو لپاره شفافيت، روڼوالې، د خلکو ګډون، د کميسيونونو بشپړ صلاحيت، بې طرفي او......هم تر دې زيات مهم موضوعات دي.

د افغانستان ولس په ټاکنو، کې په نه ګډون دولت ته وښودله، چې له موجوده حالت او غلو چارواکو څخه تر پوزې رسېدلي، او نور ولس نه غواړي، دغه مستبد او مستکره سيستم او غله چورواکې د بيا لپاره د خپل برخليک د ټاکلو لپاره په ځان حاکمان کړي.

له بلېخوا د ارګ او دولتساز لخوا له ولس سره د نوروظلمونو سره سره، د خلکو په رايه بيا معامله متصوره وه، ځکه ولس پوهېږي، چې، دغه د واک تږي، او د اقتدار لېوني، ددوی په سر هري ننګينې او شرموونکې معاملې ته تيار دي.

دولتساز سره له دومره دولتې امکاناتو ، بې اندازې مصارفو، او بې شمېره دولتي پرسونل او لايتناهي دفاترو، مشاورينو او مستشارانو سره سره بيا هم ونکړاي شول ؛ چې په نسبي لحاظ له خپل پخواني سياسي رقيب داکترعبدالله سره يې حتی رايه نيژدې شي! بلکه داکترعبدالله په غؤڅ اکثريت ورڅخه کامياب شو، نو دا خبره ددې ثبوت ده، چې ولس نور په تشو وعدو، او پوچو خبرو، هوايي دهلېزو نه خطاکېږي.

د افغانستان ولس کار غواړي، دلته چې هرواکمن راغلی، اول يې، د واک د ترلاسه کولو لپاره هر چاته غؤړې وعدې ورکړي، خو کله چې واک ته رسېږي، بيايي قوم، ملت او ولس نه وي په کار!

اوس به راشو راتلونکې ته!
ټاکنې وشوې، نتيجه باندي موږ له اول څخه هم پوه ؤ، چې که مسله د رايه د اهميت وه، او د خلکو ارادې ته درناوی کېده، نو داکترعبدالله په اول راوڼډ کې په غؤڅ اکثريت کاميابېږي، ځکه د ازبکو، هزاروو او تاجکو پاکې رايه ټولې له داکترعبدالله سره دي.

او که خبره د امريکا د سفارت وه، نو بياهم ولسمشر له امريکا سره عادي نه دي. نو بيا هم د عبدالله چانس تر ولسمشر ډېر زيات دی.

خو برعکس دولتساز چې اصلا له اوله يي د کمپاين د مسئولينو کمپاين هدف ؤ، بلکه غلا د پيسو پټول او په دولتي مناصبوکې د خلکو او خپلو خؤاخؤږو په تقرربوخت وو. ولس ته يي شا کړې وه، اکثره مشران، متنفذين، علماء روشنفکران، او....... ټول ترې خفه وو.
 
نو ځکه يي هم پخپل خيالي برياليتوب خپله د بطلان کرښه راتاوو کړه.
اوس نو ولسمشر غواړي، ټاکنې بحران ، او بيا دوهم راونډ ته بوځې، او بيا دلته د هيواد د وروڼو قومونو تر منځ ، دا ټاکنې بيا د پښتو او فارسي تر سيوري لاندي ځينې احساساتې پښتانه د خپل ځان ملاتړ ته رامات کړي.

خو اوس ولس هغه د تېر۲۰۱۴ کال ولس نه دی، او نه ولسمشر هغسي شخصيت دی، چې خلک دي بيا باور پرې وکړي! ولسمشر دې خپلې فاسدي حلقې دومره بد نام کړ، چې لدې وروسته به يي په سياست کې په يوه خبره هم څوک اعتماد ونکړي!

زموږ وړانديز ولسمشر ته دادی، چې اول خو د داوودزي ، فضلي و امثالهم......
څخه د بيت المال د ميليونونو ډالرو، د حيف ميل حساب تصفيه کړي، چې دوی د ټاکنو د کمپاين په نوم مصارف کړي دي، بيا دي ترې وپوښتي ، چې دا روپۍ تاسي چاته ورکړې؟

ولس ولي ماته رايه را نه کړه؟
اودا ولس ولي خفه دی؟

پدې سره به ولسمشر د هغو ملامتيو پړه، نسبتا له ځانه واړوي، چې مخکې ټولي ناخوالي او مشکلات ولسمشر ته منسوبېدلې!