
روهي( دوه نۍ/۶ د لړم )، امریکا متحده ایالتونو کې د پوهنتون د فارغانو لخوا جوړه شوې لمانځغونډې وسله وال برید شوی دی.
پيښه د امریکا په تکزاس ایالت کې رامنتځته شوې ده .
پولیسو د مالوماتو له مخې پدې برید کې ۲ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د تکزاس ایالت د پولیسو د مشر دفتر ویلي دي چې د یاد شوي ایالت د ګرین ویل په ښار کې د تکزاس ای ایند ام پوهنتون د ترڅنګ د ځوانانو په د خوښۍ په پارټۍ وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي دا پارټي د یاد شوي پوهنتون د فارغانو لخوا د خپل فراغت د لمانځولو په موخه جوړه شوې وه.
پولیسو د برید په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې د ه. د یو سیمه ایز تلویزیون خبریال بیا ویلي دي چې پولیس ګمان کوي چې پډې برید کې د اټوماتیک ماشیندارې نه کار اخیستل شوی وي.