روهي( یوه نۍ/۵ د لړم )، ملګري ملتونو څخه په تازه یو بیان کې راغلي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي په مدیترانې سمندر کې شاوخوا ۱۹ زره کسان مړه شوي او یا هم ورک شوي دي.
بیان زیاته کړې دا هغه کډوال وو چې غوښتل یې له دغې لارې ځان د اروپایي ټولنې یوه غړي هېواد ته ورسوي. ملګري ملتونه وایي، لږ تر لږه ۱۸ زره او ۹۹۹ کسانو د مدیترانې سمندرګي په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ورک شوي دي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د تېرې جمعې په ورځ ویلي چې د دغو کسانو له ډلې ۱۵ زره او ۷۶۴ تنه یې د لیبیا او ایټالیا ترمنځ اوبو کې مړه شوي دي. د راپور له مخې، په تيرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډير کډوال په ۲۰۱۶میلادي کال کې د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت مړه شوي دي.
وروستي