فضل رحمان د حکومت خلاف پراخ لاریون پیل کړ

روهي( یوه نۍ/۵ د لړم )، د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په مشرۍ کې لاریونونه پیل شوې دي.
 
دوی نن د کشميريانو سره د همدردۍ ورځ لمانځي او د اکتوبر په ۳۱مه به په اسلام اباد کې غونډېږي.
 
د فضل الرحمن ګوند تور پورې کوي چې د عمران خان حکومت په درغليو اقتدار ته رسېدلی نو ځکه بايد ختم شي.
 
خو حکومت دا تور بې بنياده بولي. له بلوچستانه هم د دې ګوند غړي روان شوي خو وايي حکومت ورته ستونزې جوړوي.
 
بل پلو راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت د اپوزېشن ګوندونو سره يو جوړجاړي ته رسيدلی چې له مخې به يې د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ مظاهرې د اسلام اباد ريډ زون ته نه ننوځي.