تازه ریپوټونه وايی چې د حکومت ضد لاریونونو کې ۴۲ تنه ووژل شول

روهي( نۍ/۴ د لړم)، عراق کې د حکومت ضد په لاریونونو کې د جمعې په ورځ ۴۲ تنه وژل شوي. دا لاریونونه وروسته له درې اونیو پیل شوې چې په تاوتریخوالي واوښتل.

اعتراض کوونکو غوښتل چې په بغداد کې د امریکا سفارت ته ننوځي چې لومړۍ پولسو د اوښکو بهونکی ګاز وکاروه او وروسته یې هوایي ډزې وکړې.

د عراق د حکومت د یوه ریپوټ له مخې درې اونۍ دمخه د دغو لاریونونو په لومړي پړاو کې ۱۴۹ اعتراض کوونکي او اته پولیس وژل شوي.