اصف غفور: د فبرورۍ د ۲۷ تاریخ څخه تراوسه پورې ۶۰ هندي پوځیان وژلي

روهي( نۍ/۴ د لړم )، د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په خپل ټوېټر لیکلي د فبرورۍ د ۲۷ تاریخ څخه تر اوسه پورې مو ۶۰ هندي پوځیان وژلي او همدا ډول ۱۹ پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي.
 
هغه همدا ډول ویلي چې په دغه یاد شوي وخت کې مونږ ( پاکستان ) پوځ ۲ هندي طیارې هم ویشتلې دي.
 

بله خوا بیا د اصف غفور د یادو تازه څرګندونو په هکله تردې دمه هندي پوځ څه نه دي ویلي.