
روهي( نۍ/۴ د لړم )، د امریکا د جورج ټاون د سیاست او عامه خدماتو انیستیتیوت د اکتوبر د ۶ او لسو نیټو ترمنځه د زرو تنو رای ورکوونکو سره د هیواد د راتلوونکې په اړه مخامخ خبرې کړي او د هغوې نظر يي پوښتلی دی.
پدې نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو نه په امریکا کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه هم پوښتنه شوې ده . ۶۷ سلنه ګډون کوونکو ددې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې امریکا د کورنۍ جګړې په درشل کې قرار لري او دا احتمال مخ په لوړیدو دی.
پدې نظر پوښتنه کې قاطع اکثریت ویلي دي چې په هیواد کې سیاسي، قومي او صنفي توپیر او تبعیض په ډیرې چتکۍ سره مخ په ډیریدو دی.
۹۰ سلنه ګډون کوونکو د امریکا د سیاستوالو نه د خشنو او ناخوښو په توګه یادونه کړې ده . دوی همدا مسئلې په هیواد کې د سیاسي بیلتون اصلي لامل بولي.