د پاکستان پوځ: د هند د پوځي مشر بيان د سيمې د امن دپاره خطرناک دی

روهي( نۍ/۴ د لړم )، د پاکستان پوځ ویلي د هند پوځي مشر چې د پاکستاني کشمير په اړوند کومې خبرې کړې د سيمې د امن دپاره خطرناکې دي.
 
د هندوستان د پوځ مشر جنرل بپین روات ویلي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اصل کې د ترهګرو په لاس کې دی، چې وایي دا خاوره په اصل کې د هند ده.
 
بپین روات د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې ويلي "د کشمیر خاوره چې پاکستان په غیرقانوني توګه قبضه کړې ده په اصل کې د پاکستاني ریاست نه د ترهګرو په لاس کې ده".
 
د پاکستان پوځي وياند د هند د پوځي مشر دې بيان ته په ټويټر غبرګون ښکاره او ويلي يې دي د هند پوځي مشر د خپلو سياسي مشرانو د خوشحالولو دپاره پرله پسې بې مسولیته خبرې کوي او د چټک بریدونو نیولې تراوسه د ده یوازینی بریالیتوب دا دی چې هند پوځ یې د یاغي پوځ په بڼه ښکاره کړ او خپل سرتیري یې ووژل"