
روهي( نۍ/۴ د لړم )، د ٖٖپېښور هايکورټ بنو څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشرانو محسن داوړ او علي وزير ضمانتونه عدالت پاخه ومنل.
داوړ او وزير پرون د جمعې په ورځ ياد عدالت ته بيا وړاندې شو او عدالت يې ضمانتونه پاخه کړه.
د دواړو وکيل سنګين يوسفزی رسنیو ته ویلي د محسن داوړ او علي وزير د ضمانتونو د پخېدو پخلی کړی او ويلي یې دي چې اوس به د دوی په عدالت کې اورېدنې پېل شي.
سنګين زياته کړه د خړ کمر په پېښه کې په دوی دواړو سیاسي مقدمه جوړه شوې او داسې هيڅ خبره پکې نه وه ځکه د دوی دواړو ضمانتونه منظور شو.