
روهي (جمعه/۳ د لړم)، روسي چارواکي وايي چې يو روسي پوځي د هېواد په يوې لېرې پرته سيمه کې دوه پوځي افسران او شپږ سرتيري په ډزو وژلي دي. ويل شوي دي چې روسی عسکر په رواني ناروغۍ اخته وو.
چارواکي وايي چې ياد کس يې نيولی دی او اوس مهال تر پوښتنو لاندې دی. پېښه نن جمعه په ټرانسبایکال سيمه کې شوې ده.
مسکو د دفاع مرستیال وزیر اندرې کارتاپولوف په مشرۍ سيمه ته يوې پلاوی ليږلی دی. دا ډول پېښې په روسيه کې بې سارې دي.