
روهي (جمعه/۳ د لړم)، نېږدې له تېرې يوې مياشتې په عراق کې د حکومتي ټيتو چوپړونو او ادارې فساد په اړه لاريونونه کيږي چې په تاوتريخوالي بدل شوي دي.
نن د جمعې په ورځ هم پلازمېنه بغداد کې لاريونونه وشول چې پوليسو په لاريون کوونکو هوایي ډزې کړې او اوښکې بهونکی ګاز یې کارولی دی.
لاريون هغه وخت په تاوتريخوالي واوښتل، چې مظاهره کوونکي بغداد کې د واشنګټن پر خوا ولاړ او پوليسو يې د مخنيوي هڅه وکړه.