
د پاکستان په اړه قضاوت وکړئ
ډاکټر نېک محمد ويال
نن ورځ دوه غبرګ خبرونه رسنيز شول. لومړی دا چې کابل کې د پاکستان سفارت ياد هېواد ته له تلوونکو افغانانو غوښتي دي چې يوازې په هغه وخت کې د پاکستان ويزې لپاره سفارت ته ورشي چې اړينه اړتيا يې وي. همدا ډول د پاکستان او هندوستان بهرنيو چارو وزارتونو يو تړون لاسليک کړ، چې له لارې به يې هر ورځ تر ۵۰۰۰ هندي سيکان پرته د پاکستان له ويزې وکولی شي چې پاکستان ته سفرونه تر سره کړي.
"روهي (جمعه/۳ د لړم)، کابل کې د پاکستان سفارت په يوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي دې چې د بيړني اړتيا په صورت کې دې سفارت ته د ويزې اخېستنې په موخه لاړ شي.
خبرپاڼه وايي چې کابل کې اوس مهال هوا سړيږي او د زياتې ګڼې - ګوڼې له امله هغه افغانان چې د پاکستان ويزه اخلي په ساعتونو منتظر پاتې کيږي. سفارت وايي چې دوی به يوازې هغه کسانو ته ويزې ورکړې چې بيړنۍ اړتيا لري.
د پاکستان ويزې د اخېستو په اړه ډېر شکايتونه رسنيز شوی دی. ويل کيږي چې هلته کمېشن اخېستونکو له خوا پيسې اخېستل کيږي او په ساعتونو - ساعتونو خلک انتظار کوي."
"روهي (جمعه/۳ د لړم)، د پاکستان او هندوستان بهرنيو چارو وزارتونو يو تړون لاسليک کړ چې په ترڅ کې به يې هندي سيکان وکولی شي چې پرته د پاکستان له ويزي پاکستان ته سفر وکړي.
پاکستاني چارواکي وایي هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ سیکان کولی شي له ویزې پرته د خپل مذهبي مشر د (ګورو نانک) معبد ته ورشي.
د تړون له مخې هندي مسافرین به په یوې ځانګړې لارې د پاکستان د کرتارپور ښار ته له ویزې پرته سفر وکړي. دغه ځانګړې لار د هند له سرحد څخه د سیکانو یو معبد ته تللې ده."
هند او افغانستان دواړه له پاکستان سره کړکېچنې اړيکې لري. د دواړو هېوادونو ستونزه له پاکستان سره د ځکمنۍ بشپړتيا، امنيتي ګواښونو او لاس وهنو پر اساس ده. له هندوستان هندي سيکان د مذهبي مراسمو لپاره کولی شي چې په ځانکړو لارو پرته له ويزې لاړ شي، خو له افغانستان اړ افغانان چې يا ناروغان او يا هم ناروغ لرونکي دي، چې د قانوني ويزې اخېستنې منع کيږي.
افغانان له پاکستان سره د ورورۍ تار لري ځکه افغان حکومت او ولس مسلمان دی او همدا ډول د پاکستان حکومت ځان ته مسلمان وايي او رسمي نوم يې د پاکستان اسلامي جمهوريت لېکل کيږي.
پاکستان له افغانانو سره پولې رامنځ ته کوي، پر ډيورنډ اغزن تارونه او کټارې جوړوي، د تګ او راتګ لارې يې پر مخ تړي، خو له بلې خو بيا د هندوستان سره د نېږدې کېدو هڅې کوي؛ سيک او هندي وروته له (افغان) غوره دي. که چېرې پاکستان ته انساني اړيکې مهمې وي، نو افغان هم انسان دی، هم مسلمان.
افغان ولس د پاکستان خبرې او کړنې دواړه ګوري. افغان ولس نن د جګړې، بې کارۍ او بې وسۍ په کرښو کې راګير دي. پاکستان په داسې کړنو سره د سيمې يو ستر هېواد او يو عظيم ولس په لوی لاس د دښمنۍ په وضعيت کې ساتي او پر ټپ يې د مالګو شېندلو خاطرې ورته پرېږدي.