
روهي (جمعه/۳ د لړم)، د پاکستان او هندوستان بهرنيو چارو وزارتونو يو تړون لاسليک کړ چې په ترڅ کې به يې هندي سيکان وکولی شي چې پرته د پاکستان له ويزي پاکستان ته سفر وکړي.
پاکستاني چارواکي وایي هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ سیکان کولی شي له ویزې پرته د خپل مذهبي مشر د (ګورو نانک) معبد ته ورشي.
د تړون له مخې هندي مسافرین به په یوې ځانګړې لارې د پاکستان د کرتارپور ښار ته له ویزې پرته سفر وکړي. دغه ځانګړې لار د هند له سرحد څخه د سیکانو یو معبد ته تللې ده