
روهي (پنځه/۲ د لړم)، ملګرو ملتونو په ایران کې بشري حقونو باندې نیوکه کړې چې په ایران کې تر اوسه اعدامونه دوام لري.
په ۲۰۱۷ کال کې ۵۰۷ تنه اعدام شوي و او په تېر۲۰۱۸ کال کې دغه شمیره ۲۵۳ ته را ټیټه شوه خو سره له دې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېرونکي ایران کې اعدامونه خواشینوونکې بللي او دا کار یې د بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼلې.
چپن، سعودي عربستان، شمالي کوريا او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې د اعدام کچه لوړه ده.