پاکستان او هندوستان د کرتارپور ټرانزیټ فعالولو تړون لاسلیک کړ

روهي( پنځه نۍ/۲ د لړم )، د پاکستان او هند تر منځ د کرتارپور ترانزیت پروژې د فعالولو لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک شو ، چې له مخې به یې سکان له هند او د نړۍ له نورو برخو څخه د هند د لارې دغې ځای ته راشي.
 

د کرتارپور ټرانزیټ پلان د لاسلیک مراسم په کرتار پور ځاځی لاین کې ترسره شول.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د پاکستان په استازیتوب دغه تړون لاسلیک کړ، پداسې حال کې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د ګډ سکرتر رییس او د هند د بهرنیو چارو وزارت دسکرترې هم شتون لاره.
 
د تړون له لاسلیک وروسته ، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ، ډاکټر محمد فیصل یوه نیالګی هم دغه خای کې وکاره چې د سولي بوټی یې اعلان کړ.
 
د پاکستان او هندوستان ترمینځ د هوکړې له مخې به هره ورځ سکان زیارت کونکي د ویزې پرته په کرتارپور صاحب کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.
 
د هوکړې له مخې سکان زیارت کونکي به په انفرادي ډول یا د مسافرینو په بڼه ، د سهار څخه تر ماښام پورې ټول کال د نارووال کرتارپور ته راشي ، مګر د عامه رخصتیو او کوم اضطراري حالت ورځو کې به دا کار ونه شي کړای.
 
سربیره پردې ، سکان زیارت کونکو ته به اجازه ورکړل شي چې د کرتار پور پاسپورټ په مؤثره هندي پاسپورت وکاروي ، پداسې حال کې چې بهرني اوسیدونکي سکان لیدونکو ته به اجازه ورکړل شي چې په هندي او شناختي کارتونو کې له دې اسانتیا څخه ګټه واخلي.
 
پدې برخه کې ، د هند حکومت به لس ورځې وړاندې پاکستان ته د سکانو زیارت کوونکو لیست وسپاري.
 
لومړی وزیرعمران خان به د نومبر په نهمه د کرتارپور ټرانزیټ پرانیزي: د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د کرتارپور ترانزیت قانون د لاسلیک له مراسمو وروسته رسنیو سره خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل رسنیو ته وویل چې د لومړي وزیر د اقدام له مخې موږ له هند سره د کرتار پور تړون لاسلیک کړی دی.

د بهرنیو چارو دفتر وویل چې لومړی وزیر عمران خان به د نومبر په نهمه په رسمي ډول د کرتارپور ترانزیت پرانزي ، چې د دې لپاره به رسمي مراسم هم ترسره شي.
 

د هوکړې د جزئیاتو په بیانولو سره ، ډاکټر محمد فیصل د بهرنیو چارو له دفتر ، د کورنیو چارو وزارت ، د قانون وزارت ، وسله والو ځواکونو او نورو ادارو څخه د کرتار پور ترانزیت په بشپړولو کې د دوی د رول له امله مننه وکړه.
 
د کرتارپور ټرانزیټ به د نومبر په ۹، د ماښام پر مهال عامو خلکو تګ راتګ ته پرانستل شي
 

ډاکټر محمد فیصل وویل چې د هوکړې له مخې هندي چارواکي به ډلې ته له راتګ څخه لس ورځې دمخه د مسافرینو لیست چمتو کړي ترڅو موږ وکولی شو د دوی هرکلی لپاره چمتووالی ونیسو او هیڅ ډول ناوړه پېښه ترسره نه شي.