
د صلاح الدين رباني استعفا پاڼه: پر غني نيوکې او د ځان ستاينه
ډاکټر نېک محمد ويال
د بهرنيو چارو چارسمبال وزير صلاح الدين رباني تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په پته د بهرنيو چارو وزارت له مقام خپله استعفا رسنيزه کړه. د نوموړي استعفا پاڼې درې مسايل راخېستي وو.
صلاح الدين رباني خپله استعفا پاڼه په نيوکو، ګيلو، شکايتونو او خوابدۍ پيل کړې. د ملي يووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې يې خپل ماموريت له ستونزو ډک بللی. د نوموړي ستونزې د نړۍ له هېوادونو، بهرني سياست او ډپلماټيکو برخو نه؛ بلکې د حکومت دننه له ولسمشرۍ ماڼۍ دي. دی نيوکه او شکايت کوي چې فضا ورته د کار لپاره برابره نه وه او صلاحيتونه ور څخه اخېستل شوې وو. رباني وايي چې د ده صلاحيتونو ته ورته موازي ادارې جوړې او دی يې څنډې ته کړ. نوموړی نيوکه کوي چې د سمونو او اصلاحاتو په نوم د ملي يووالي حکومت په دوره کې د اسې له تعصب ډکې چارې تر سره شوې، چې د ولس ملي يووالی يې بد اغېزمن کړ.
صلاح الدين رباني د استعفا په بله برخه کې د ځان ستاينه کړې ده او ويلي دي چې په يادو سختو شرايطو کې چې همکارۍ نه وه، بيا يې هم وکولی شول، چې افغانستان بهرنی سياست په ښه ډول سره انځور کړي او په دې برخه کې تر ډېره بريالی وو. رباني استعفا کې د خپلو چارو د بريا وايي، په داسې حال کې په تېرو پنځو کالونو کې داسې فساد په دې وزارت کې تر سره شو، چې ټاکنې او قومي او ګوندي وې، بهر کې سفارتونو او قونلسګريو کې د پښتو او پښتنو ضد او له سپکاوي ډکې چارې تر سره شوې، افغان محصلين په بهرنيو هېوادونو کې سرګردانه او له انساني حقونو لېرې وساتل شول او په سلګونه نورې ناخوالې.
صلاح الدين د خپلې استعفا پاڼې په اخېر کې وايي چې د سیاست له ډکر نه وځي او غواړي د سياسي لارې ولس ته خدمت وکړي. صلاح الدين دا خبرې نه دي يادې کړې چې د انګلستان تابيعت لري، څلور کاله يې په زورواکۍ په سرپرستۍ بهرنيو چارو وزارت خپل کړ او په څرګنده يې په ټاکنيزو کمپاينونو د عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړږ