عمران خان د پوځ مشر ته امر کړی چې د هند پر وړاندې چمتووالی ونېسي

روهي( پنځه نۍ/۲ د لړم )، د پاکستان لومړي وزیر ( عمران خان ) د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ته لارښوونه کړې چې د هند پروړاندې چمتووالی ونیسي. دغه خبره هغه له لوړ پوړو خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړه.
 
لومړي وزیر عمران خان اندیښنه څرګنده کړې چې هندوستان په هر وخت کې د پلوامه په څېر برید کولی شي ، او هغه د پوځ مشر څخه غوښتنه کړې چې پوځ محتاط وساتي.
 
عمران خان وویل د هند لومړی وزیر په اوسني وضعیت کې بند دی. لومړي وزیر وویل چې هند تمه نه درلوده چې پاکستان به ورته قوي ځواب ورکړي.هغه وویل کله چې ما لومړی د هیوادونو د مشرانوسره د کشمیر په اړه ټیلیفوني خبرې پیل کړې ، هیڅوک زموږ خبرې ته غوږ نه نیسي ، هیڅوک د کشمیر مسلې سره علاقه نه لري. هغه د مولانا فضل الرحمن خپلواکۍ مارچ ته هم اشاره وکړه او لومړي وزیر عمران خان فضل رحمان ته لنډ پېغام ورکړ، چې عمران خان به هيڅکله استعفا نه ورکوي.
 
عمران خان زیاته کړه چې اپوزیسیون په منفي اجنډا باندې کار کوي ، اپوزیسیون پوهیږي چې عمران خان به د فساد په اړه جوړجاړی ونه کړي ، زه استعفا نه ورکوم. لومړي وزیر وویل چې نن ، دوی ته پیغام ورسوئ چې که دوی حساب ورکولو ته چمتو وي ، نو د هرچا ژوند به اسانه شي.
 
عمران خان همدا ډول ویلي د خپلواکۍ مارچ سره په دې وخت کې ډېر غمجن دی. د آزادۍ مارچ د بهرني او داخلي دښمن ضد خلکو او ادارو لخوا ملاتړ کیږي. عمران خان زیاته کړه چې موږ هڅه کوو چې مسلې د خبرو اترو له لارې حل کړو .
 
هغه ویلي د اپوزېسیون نظر تردې دمه نه دی مالوم چې څه غواړي؟