په بریتانیا کې د نامالومو کسانو مړي موندل شوي


روهي( څلورنۍ/۱لړم)، په بریتانیا کې پولیس وايي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په یوې لارۍ دننه د ۳۹ کسانو مړي موندلي دي.دا لارۍ د شنبې په ورځ له بلغاریا څخه بریتانیا ته راننوتلې و.
د بریتانیا پولیسو یوې مشرې اندرو مارینا ویلي چې د دغه قضیې په اړه یې پلټنې پیل کړي خو تر اوسه دا لا معلومه نه ده چې دا وګړي څوک او د کومو هیوادونو دي خو د افغانستان په ګدون د اسیا او منځني ختیځ د ځينو هیوادو وکړي په قاچاقي لارو اروپا ته ځانونه رسوي.