نږدې راتلوونکي‌ کې به الوتونکي‌ ټکسي‌ په کار پیل وکړي

روهی(ـ څلورنۍ /۱ د لړم )، د یو الماني‌ شرکت لخوا جوړ ه شو‌ې الوتونکيې ټکسي‌ چې په عمودي شکل سره د الوتنې او کیناستو توان هم لري‌ لومړني‌ ازمایښتونه په بریالي توګه سرته ورسېدل.
 

د جرمني‌ د لیلیوم په نامه شرکت چې مرکز يي‌ په مونیخ ښار کې دی ویلي‌ دي‌ چې د جوړه کړي‌ الوتونکې ټکسي لومړني‌ ازمایښتونه يي په بریالي ډول ترسره کړل.
 

یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې دا الوتونکی ټکسي‌ د پڼځو تنو د انتقال په ظرفیت جوړ شوې ده او په کامله توګه برښنايي ده. په لومړني‌ ازمایښت کې دا ټکسي‌ په یو ساعت کې د سل کیلومتره واټن لاره ووهله.
 
نوموړي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې ددې ټکسي‌ د ودې او پرمختګ چارې دوام لري‌ او په پام کې لري‌ چې تر ۲۰۲۵ کاله د جرمني‌ په لویو ښارونو کې په فعالیت پيل وکړي.