
روهي( څلورنۍ/۱د لړم )، د هند دفاع وزارت چارواکو زیاته کړه چې د جش محمد او نورو ترهګرو ډلو لانجې ټولې سیمې چې د هند د اردو له خوا د توپ په ډزو کې ویجاړې شوې وې - د کنټرول د کرښې په هغې غاړې کې وې.
د هندي امنیتی ادارو چارواکو د هندوستان د اردو د توپونو بریدونو کې د جش محمد ترهګرې ډلې ۱۸ غړي وژل شوي او د هغوي درې مرکزونه مو د کرښې هغې غاړې ته له مینځه وړي دي.
د یکشنبې په ورځ ، د پوځ مشر جنرال بپین راوت د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ ته دوه ځله دد دغو بریدونو په اړه مالومت ورکړل او وروسته یې د هغه د حل په برخه کې مبارکي وویله. راجنت سینګ وویل مونږ تل په خپلو بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته خاصه پاملرنه کړې چې هغوی زیانمن نه شي.
د هند دفاع وزارت چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د پاکستان د پوځ مهمات او راشن ډیپو هم د ۱۵۵ mm توپ په وسیله ویجاړ شوی دی.