
روهي (څلور نۍ/۱ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر له سوريې د امريکايي سرتيرو د وتلو د غبرګونونو په ځواب کې ويلي دي چې له کردانو سره يې دا ژمنې نه وې کړې چې ۴۰۰ کاله به د دوی لپاره جګړه کوي او د دوی ساتنه به کوي.
ټرمپ وايي چې دوی دا مسووليت نه لري چې د سوريي کردانو په مقابل کې د ترکيې په عملياتو کې برخه ولري، خو يو شمېر سرتيري په شمال ختيځې سوريې کې پرېږدي ترڅو د تيلو زيرمې د داعش په لاس کې ورنه شي.
کردان په سوريه کې د امريکا متحدو ايالتو ملاتړي وو او د امريکايي پوځيان په وتلو سره هلته ترکيې ځواکونه مېشت او پوځي عمليات يې پيل کړل.
له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د يو شمېر امريکايي شنونکو او کانګرس له نيوکو سره مخ شوې ده، او کيږي چې داسې چارې د امريکا باور زيانمنولی شي.