
روهي (درې نۍ/۳۰ د تلې)، د پاکستان د جمعيت علماوو اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي چې د پاکستان حکومت د ولس په رايو نه بلکې د پاکستان د پوځ له خوا واک ته رسېدلی دی چې مشروعيت نه لري.
نوموړي ګواښ کړی دی چې د اسلام اباد په لور ستر لاريونونه رهي کوي او د پاکستان دغه مشروعيت نه لرونکی حکومت به را چپه کړي.
نوموړي زياته کړې، "مونږ تصمیم نیولی چې د اسلام آباد په لور لاریون وکړو. زمونږ اصلي غوښتنه داده هغوی چې د واکمنۍ هیڅ حق نلري، باید سمدستي استعفا وکړي."
د پاکستان د حکومت خلاف لارينونو کې د بنظير بوټو او نواز شريف ګوندونه هم د مولانا فضل الرحمن ملاتړ کوي او د حکومت پر وړاندې دريځ يې نېولی دی.