امريکا د سوريې په شمال ختيځه برخه (د تيلو غني ځمکو) کې پوځيان ساتي

روهي (درې نۍ/۳ د تلې)، د امريکا متحد ايالت وايي چې دوی به يو شمېر پوځيان د سوريې په شمال ختيځه برخه؛ چېرته چې د تيلو غني ځکمي دي وساتي.

د متحدو ايالتو دفاع وزير وايي چې په شمال ختيځه سوريه کې په دې پار خپل پوځيان ساتي ترڅو داعش ډله واکمنه نه شي او د تيلو ذخيرې په لاس ور نه شي.

د سوريې شمال ختيځه برخه هغه سيمه ده چې د امريکايي پوځيانو له وتلو ترکيې هلته پوځيان ولېږل او اوس مهال يې له امريکا سره د يو هوکړه ليک پر اساس لنډمهاله اوربند کړی دی.