
روهي (درې نۍ/۳۰ د تلې)، د سعودي عربستان شاهي حکومت د ميرمنو د ازادۍ په برخه کې قانون تصويب کړی دی چې پرته د نارينه به کولی شي د حج مراسم ادا کړي.
د سعودي په حکومت کې دولتي سرچينو ويلي دي چې خپله د سعودي عربستان اوسېدونکې او د بهرنيو هېوادونو مسلمانې ميرمنې کولی شي چې د نارينه پرته د حج مراسم ادا کړي. دغه قانون د هغه ښځو عمر چې له نارينه پرته حج ته ورځي له ۴۵ کاله پورته ښوودلی دی.
دغه قانون تېره اوونۍ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وړانديز او حکومت تصويب کړی دی. په دې وروستيو کالونو کې د سعودي عربستان حکومت په بې سارې ډول د ښځو د ازادۍ په برخه کې ګامونه اخېستي دي او د سينما تر تلو يې اجازه ورکړې.