
روهي( درې نۍ/۳۰ د تلې )، د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو خپلو پلویانو ترمنځ څرګند شوی او ویلي یې دي چې دی د دوشنبې د ورځې په ټاکنو کې بیا ګټونکی دی. نوموړي ویلي د هېواد وګړو یې د ده په بیا ټاکلو یو پرمختللي پروګرام ته رایه ورکړې.
په مونترال کې د لیبرال ګوند په مرکز کې نوموړي وویل، له اقلیمي بدلون سره مبارزه به دده د دولت لومړیتوب وي.
هغه دغه بدلون د اوسني وخت تر ټولو لویه ننګونه بللې ده. د نژدې ټولو رایو له شمېرلو سره د ټروډو ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ ګټلي خو اکثریت یې نه دي ګټلې.
ټروډو د ۱۵۶ څوکیو په ګټلو له مطلق اکثریت ۱۴څوکۍ کمې ګټلې دي. که هغه دغه پاتې څوکۍ ګټلې وای پرته له دې چې له کوم بل ګوند سره جوړجاړی وکړي، یوځل بیا د کاناډا ولسمشر ټاکل کېدو.
خو اوس به نومړی اړ وي چې ۱۴ څوکیو لپاره له بل ګوند سره هوکړه وکړي.