د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته سفر کوي

روهي( درې نۍ/۳۰ د تلې )، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو ورځني‌ سفر په ترڅ کې روسیې ته ځي.
 

ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه نن د روسیې سوچي‌ ښار ته سفر وکړي. ولسمشر اردوغان به په سوچي‌ کې د ولسمشر پوتین سره لیدنه وکړي.
 
ولسمشر اردوغان به په سوچي‌ ښار کې د ولسمشر پوتین سره دوه په دوه د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړي.
 
ولسمشر اردوغان به د خپل روسي‌ سیال سره په لیدنه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو او د سوریې په ګډون د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.